کندهار کې د ښاروالۍ مسوولین خپلو عوایدو کې ۸۵ سلنه ډېروالی ښیی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۸ مه نېټه):
د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتی مسوول رسنیو ته ویلی، چې سږ کال ښاروالۍ ۴۳۳ میلیونه ۲۹۷ زره او ۱۱۰ افغانۍ عواید راټول کړی، په داسې حال کې چې تېر کال دغه عواید ۴۵ میلیونه ۷۵۶ زره او ۳۸۶ افغانۍ و.
دغه ولایت کې د ښاروالۍ مسوولینو زیاته کړې، چې د تېر کال په پرتله سږ کال د دې ادارې عواید ۸۵ سلنه لوړ شوی دی.
د دوی په خبره د عوایدو ډېرښت سره په کندهار ښار کې د بیارغونې کارونه هم ډېر شوی دی.
دوی د عوایدو د ډېرښت لامل بشپړه روڼتیا او دغه راز پر خلکو د پاتې جریمو او باقیاتو تصفیه کول ښودلی.
ښاروالۍ ویلی، دغه عواید د کورونو او نورو ودانیو د صفایۍ، د ښاروالۍ ملکیتونو د کرایې، د تفریحی پارکونو او نورو ځایونو د قراردادونو، د مخابراتی شبکو انتنونو د کرایې، د سړک غاړې لوحو د اعلاناتو، د جوازونو د ملکیت سندونو، د سړک غاړې له پلورونکو جریمو پخوانیو باقیاتو او نورو برخو څخه راټول شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.