کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۸ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کندهار کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس عبدالسلام عمری ویلی، چې د کندهار ښار اوومه حوزه کې د یوه کور چت د رالوېدو له امله ۴ تنه مړه شوی او ۳ نور ټپیان دی.
د نوموړی په وینا، په پېښه کې ښځې او ماشومان هم شامل دی.
بل لور د کندهار پنځمه حوزه کې سېلابی اوبو یوه ماشومه له ځان سره وړی، چې وروسته یې مړی موندل شوی دی.
له وړمې شپې راهیسې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د باران او واورې اورښت پیل شوی، چې د فراه هلمند او کندهار په ګډون یو شمېر نورو سیمو کې یې خلکو ته مالی او ځانی زیانونه اړولی دی.
مسوولین وایی، د ژغورنې ډلې یې سیمو ته استولی او د پېښو د لا زیاتو جزیاتو لپاره هڅې روانې دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ