کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار په مرکز کې د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د “میانکوه” چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د خبر پر بنسټ، دغه چیکډېم د UNDP موسسې په مالي همکارۍ د ۱۰ میلیونه او ۳ لکه افغانیو په لګښت د ښاروالۍ تر رهبرۍ لاندې د ۲ میاشتو په موده کې جوړ شو.
د مسوولینو په وینا، دغه چکډېم ۱۵۰ متره اوږدوالی، ۵۰ متره سور او ۹ متره جګوالی لري چې د ۱۵۰ زره متره مکعبه اوبو د ځایولو وړتیا لري.
د دې چکډېم په جوړېدو سره به د ښار شپږو ناحیو سېلابي اوبو مخنیوی هم ترسره شي.
دې وروستیو کې د حکومت د امیر په حکم د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د چکډېمونو د جوړولو چارې پیل شوي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/