کندهار کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت چکډېم جوړ شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۷ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار په مرکز کې د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د “میانکوه” چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د خبر پر بنسټ، دغه چیکډېم د UNDP موسسې په مالی همکارۍ د ۱۰ میلیونه او ۳ لکه افغانیو په لګښت د ښاروالۍ تر رهبرۍ لاندې د ۲ میاشتو په موده کې جوړ شو.

د مسوولینو په وینا، دغه چکډېم ۱۵۰ متره اوږدوالی، ۵۰ متره سور او ۹ متره جګوالی لری چې د ۱۵۰ زره متره مکعبه اوبو د ځایولو وړتیا لری.

د دې چکډېم په جوړېدو سره به د ښار شپږو ناحیو سېلابی اوبو مخنیوی هم ترسره شی.

دې وروستیو کې د حکومت د امیر په حکم د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د چکډېمونو د جوړولو چارې پیل شوی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.