کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار ولایت مقام رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې امنیتی ځواکونو د سپین بولدک ولسوالۍ د سرو څاهانو په سیمه کې د یو لړ عملیاتو پرمهال ۲۱۹۵ کیلوګرامه نشه یی توکی نیولی دی.
د مسؤلینو په وینا، نیول شویو نشه یی توکو کې ۲۱۲۳ کیلوګرامه چرس او ۷۲ کیلوګرامه تاریاک شامل دی، چې د قاچاق لپاره چمتو شوی وو.
د خبرپاڼې له مخې، تېره اونۍ هم امنیتی ځواکونو د ښورابک ولسوالۍ پنځمې حوزې ته څېرمه فرضی کرښې ته نږدې څه باندې ۴ زره کیلوګرامه نشه یی توکی نیولی وو.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ