کندوز کې د اوبو رسولو دوه سولری شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې، د نمارک نړیوالې پراختیایی کمېټې DANIDA (ROL) په مالی مرسته او د ډاکار مؤسسې په تخنیکی همکارۍ د کندز ولایت دشت ارچی ولسوالۍ میرزا خال قرلق بالا او پایین کلیو کې د اوبو رسولو دوه سولری شبکو چاری بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د خبر پر بنسټ، د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست د انجنیرۍ ټیم په وینا دواړه شبکې په عین شکل سره جوړې شوی دی، چې په دغو شبکو کې د ۳۳ زره ۴۵۰ مترو په اوږدوالی د پایپ غځول، د ۶۳ سولر تختو نښلول، د ۱۵۰ مترو په ژوروالی سره د دوه څاګانو کیندل، د ۱۲۰ متر مکعب په وړتیا د اوبو ذخیرو جوړول او د ۴۶۱ نلکو کور په کور نښلول شامل دی.
د یادو شبکو چارې ۱۵۲ زره امریکایی ډالرو په لګښت سره بشپړې شوې.
ځایی مسوولین وایی، د دې پروژې په بشپړیدو سره ۷۴۸ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.