کندوز کې د تېرو ۳ میاشتو پرمهال لسګونه تنه په نشه یی توکو روږدی کسان تداوی شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۶ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندوز ولایت د عامې روغتیا ریاست د معتادینو ۸۰ بستریز روغتون مشر ویلی، چې په تېرو ۳ میاشتو کې ۲ سوه تنه په نشه یی توکو روږدی کسان له تداوی وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوی دی.
مسوولینو ویلی، چې یاد تداوی شوی کسان د کندوز په ۸۰ بستریز روغتون کې له ۴۵ ورځو درملنې وروسته روغ او خپلو کورونو ته واستول شول.
مسوولین وایی، کندوز کې د معتادینو کچه تر شاوخوا ۳۰ زرو رسیږی، چې دې وروستیو کې یې د درملنې له امله کچه مخ په ټیټېدو ده.
د معتادینو ۸۰ بستریز روغتون مشر ویلی، اړتیا ده چې کندوز کې د معتادینو د تداوی په موخه باید ۳ سوه بستریز روغتون فعال شی، څو د کندوز ټول معتادین تداوی شی.
د هغه په وینا اوسمهال د کندوز په ۸۰ بستریز روغتون کې ۹۰ تنه معتادین د ۴۵ ورځو په موده کې تر درملنې لاندې دی، چې د اړتیا وړ ټول خوراک، پوښاک او ساتنه یې د سرپرست حکومت لخوا ورکول کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.