کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلوې لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کندوز کې د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلی، چې په دغه ولایت کې د ماشومانو ترمنځ د موسمی ناروغیو کچه لوړه شوې ده.
د چارواکو په وینا، هره ورځ له ۱۲۰ څخه ډېر ماشومان، چې په تنفسی ناروغیو او سینه وبغل اخته دی، د کندوز سیمه ییز روغتون ته مراجعه کوی.
د روغتیایی معلوماتو له مخې، تېره میاشت کې له ۵۰۰۰ څخه زیات ماشومان د تنفسی ناروغیو، سینه وبغل، اسهال او خوارځواکۍ له امله دې روغتون ته راوړل شوی دی.
د عامې روغتیا ریاست له خلکو غوښتنه کړې، چې د ماشومانو د روغتیا ساتنې لپاره د ژمنیو ناروغیو مخنیوی تدابیر ونیسی او د ناروغۍ په صورت کې خپل ماشومان په وخت درملنې ته ورسوی.
چارواکی همداراز د روغتیایی خدماتو د پراختیا او اړینو درملو د برابرولو لپاره له نړیوالو مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه هم کړې ده.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ