کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د کندوز په دوو ولسوالیو کې خلکو ته د څښاک اوبو برابرولو په موخه د لسګونه څاګانو د کیندلو او ترمیم چارو د پیل کېدو خبر ورکړی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، د کندوز د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست له لوری د (ای. سی. اوو) موسسې په مالی مرسته د دغه ولایت په امام صاحب او علی آباد ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو د ۱۶ نیمه ژورو څاګانو د کیندلو او د ۲۶ څاګانو د ترمیم چارې پیل شوې.
د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت ډاډ ورکړی، چې د یادو څاګانو په کیندلو او ترمیم سره به د نوموړو ولسوالیو څه باندې ۵۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ