معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندوز کې د کیمیاوي سرې یوې کار خونې په فعالیت پیل وکړ

کندوز کې د کیمیاوي سرې یوې کار خونې په فعالیت پیل وکړ

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۳۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندوز ځایي مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په پانګونې سره د کیمیایي سرې یوې کارخونې فعالیت پیل کړی دی.

د یادې کارخونې رییس ویلي، چې د یاد ولایت په علي آباد ولسوالۍ کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په پانګونې سره د کیمیاوي سرې کارخونې فعالیت پیل کړی، چې په یوه شپه او ورځ کې به ۱۰ ټنه کیمیاوي سره تولید کړي.

هغه زیاته کړې چې په دغه کارخونه کې ۲۰ تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

په ورته مهال د کندز یو شمېر کروندګر وایي، د وطن تولیدات له کېفیتي اړخه ځانګړی نوم لري او د داسې کارخونې د کرنې او اقتصادي پیاوړتیا کې مهمې تمامیږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس