کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندوز ځایی مسوولینو ویلی، چې په دغه ولایت کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په پانګونې سره د کیمیایی سرې یوې کارخونې فعالیت پیل کړی دی.
د یادې کارخونې رییس ویلی، چې د یاد ولایت په علی آباد ولسوالۍ کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په پانګونې سره د کیمیاوی سرې کارخونې فعالیت پیل کړی، چې په یوه شپه او ورځ کې به ۱۰ ټنه کیمیاوی سره تولید کړی.
هغه زیاته کړې چې په دغه کارخونه کې ۲۰ تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
په ورته مهال د کندز یو شمېر کروندګر وایی، د وطن تولیدات له کېفیتی اړخه ځانګړی نوم لری او د داسې کارخونې د کرنې او اقتصادی پیاوړتیا کې مهمې تمامیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ