معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندوز کې کروندګر له حکومته د معياري سړو خونو د جوړېدو غوښتنه کوي

کندوز کې کروندګر له حکومته د معياري سړو خونو د جوړېدو غوښتنه کوي

کابل-ګهیځ نیوز(د اسد ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کندوز کې یو شمېر کروندګر وایي، د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره معیاري سړو خونو ته اړتیا لري.

کروندګر وایي، د سړو خونو نشتوالي له امله هر کال د خپلو کرنیزو حاصلاتو د راټولولو پرمهال له جدي ستونزو سره مخ کیږي او اړ دي، چې خپل محصولات په ارزانه بیه وپلوري.

بل لور د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، نږدې راتلونکې کې به د دغه ولایت مرکز او خان آباد ولسوالۍ کې دوه معیاري سړې خونې جوړې کړي.

تر دې وړاندې هم کندوز کې یو شمېر کروندګرو د نباتي افتونو له امله د اندېښنو په څرګندولو سره له مسوولینو په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې وه.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس