کندوز کې کروندګر له حکومته د معیاری سړو خونو د جوړېدو غوښتنه کوی

کابل-ګهیځ نیوز(د اسد ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کندوز کې یو شمېر کروندګر وایی، د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره معیاری سړو خونو ته اړتیا لری.

کروندګر وایی، د سړو خونو نشتوالی له امله هر کال د خپلو کرنیزو حاصلاتو د راټولولو پرمهال له جدی ستونزو سره مخ کیږی او اړ دی، چې خپل محصولات په ارزانه بیه وپلوری.

بل لور د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلی، نږدې راتلونکې کې به د دغه ولایت مرکز او خان آباد ولسوالۍ کې دوه معیاری سړې خونې جوړې کړی.

تر دې وړاندې هم کندوز کې یو شمېر کروندګرو د نباتی افتونو له امله د اندېښنو په څرګندولو سره له مسوولینو په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې وه.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.