کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۷مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره ورځ کندوز ولایت کې د “ولی سراپا” په نوم یوه خصوصی روغتیایی کلینیک د عامې روغتیا ریاست استازو، د خصوصی روغتیایی کلینکونو مشرانو، د درمل پلورونکو اتحادیې مسوولینو او ځایی خلکو په حضور کې رسماً پرانیستل شو.
د خبر له مخې یاد کلینک به په عمومی داخله، ولادی نسایی او جراحی عمومی برخو کې د کندوز خلکو لپاره فعالیت کوی، چې د دې ترڅنګ په دغه کلینک کې مجهز ډول عملیات خونه، ولادت خونه او په عصری ډول د مریضانو بستر په موخه خونې ترتیب شوی دی.
د یاد کلینک د مشر په وینا، دوی به په یو میاشت کې په یو وار سل مریضان په وړیا ډول تر درملنې لاندې ونیسی.
ځایی خلک چې تر دې وړاندې یې خپل ډېری ناروغان نورو ولایاتو ته د درملنې په موخه استول، د یاد کلینک په فعالیت خوښی څرګنده کړه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ