کورمه کې د شیعه او سنی وسلوالو ترمنځ لس ورځنی اوربند وشو

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کورمه ایجنسۍ کې د جرګې له پرېکړې وروسته شیعه او سنی وسلوالو ته سپارښتنه شوې، چې له مورچو څخه راکوز او پر یو بل له ډزو لاس په سر شی.

د دې هوکړې له مخې د دواړو خواوو مشرانو ژمنه کړې، چې برمته شوی کسان به خوشې کوی، خو د ټل او پاړه چنار ترمنځ د لارې پرانیستل وخت ته اړتیا لری.

د نومبر له ۲۱مې راهیسې د فرقه‌ یی شخړو په پایله کې ۱۲۵ کسان وژل شوی او شاوخوا ۱۸۰ تنه نور ټپیان شوی دی.

د پاکستان د بشری حقونو د کمېسیون په وینا، د جولای او اکتوبر ترمنځ هم په دې سیمه کې د ورته شخړو له امله ۷۹ کسان وژل شوی وو.

دې روانې جګړې د سیمې امنیت او د خلکو ژوند سخت اغېزمن کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.