کورنیو چارو وزارت وایی، د امنیتی کمرو لګول یوه امنیتی اړتیا ده

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کورنیو چارو وزارت په کابل ښار کې د لګول شویو ۶۲ زره کامرو په اړه د بښنې نړیوال سازمان د استازی خبرو ته په غبرګون کې ویلی، چې د امنیتی کامرو لګول یوه امنیتی اړتیا ده.
د دوی په خبره دا ډول کمرې نه یوازې په افغانستان، بلکې د نړۍ د هېوادونو په هر ښار او پلازمېنه کې معمول دی.
د کورنیو چارو د وزارت په وینا دغه کمرې په کابل ښار کې د ولسی وګړو په مشوره لګول شوې دی.
هغه له بښنې نړیوال او نورو سازمانونو څخه غوښتی چې د افغانستان ځمکنیو واقعیتونو ته په کتلو سره دې خپل نظرونه څرګند کړی.
د بښنې نړیوال سازمان یو راپور کې د دغو امنیتی کمرو په عمومی ځایونو کې لګول د افغانانو د حقونو نقض ګڼلی و.
دغې سازمان ویلی وو، چې د کورنیو چارو وزارت دغه اقدام د خلکو پر وړاندې د سختې تګلارې غوره کول دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.