معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کورنیو چارو وزارت کابل کې ۳۵۰ روږدي کسان راټول کړي

کورنیو چارو وزارت کابل کې ۳۵۰ روږدي کسان راټول کړي

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۷):
کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه یې پر نشه‌ يي توکو یو شمېر روږدي کسان راټول کړي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت منسوبینو له سرای شمالي، شهرنو او یو شمېر نورو سیمو څخه ۳۵۰ تنه پر نشه‌ يي توکو روږدي کسان راټول او په کابل کې یې زر بستریز روغتون ته انتقال کړي دي.
په راټولو شویو کسانو کې یوه بې سرپرسته مېرمن هم شامله ده چې د ښځینه وو روغتون ته د درملنې په هدف لېږدول شوې ده.
تر دې وړاندې هم له بېلابېلو ولایتونو څخه په نشه يي توکو روږدي کسان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته وړل شوي، خو د راپورونو له مخې تداوي شويو کسانو له منځه یې ډېر شمېر د بې کارۍ او نشه یي توکو ته د اسانه لاسرسي له امله بېرته په نشه یي توکو روږدي شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس