کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۷):
کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه یې پر نشه یی توکو یو شمېر روږدی کسان راټول کړی.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلی چې د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت منسوبینو له سرای شمالی، شهرنو او یو شمېر نورو سیمو څخه ۳۵۰ تنه پر نشه یی توکو روږدی کسان راټول او په کابل کې یې زر بستریز روغتون ته انتقال کړی دی.
په راټولو شویو کسانو کې یوه بې سرپرسته مېرمن هم شامله ده چې د ښځینه وو روغتون ته د درملنې په هدف لېږدول شوې ده.
تر دې وړاندې هم له بېلابېلو ولایتونو څخه په نشه یی توکو روږدی کسان د درملنې لپاره روغتیایی مرکزونو ته وړل شوی، خو د راپورونو له مخې تداوی شویو کسانو له منځه یې ډېر شمېر د بې کارۍ او نشه یی توکو ته د اسانه لاسرسی له امله بېرته په نشه یی توکو روږدی شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ