کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۶ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت کې له نشه یی توکو سره د مبارزې مرستیال عبدالحق اخند همکار د یوه لوړپوړی پلاوی په مشرۍ ایران ته سفر وکړ.
د یاد وزارت ویاند ویلی، دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د نشه یی توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې د پیاوړتیا لپاره ترسره شوی دی.
د سفر په لړ کې افغان پلاوی به له ایرانی چارواکو سره د سرحدونو امنیت، د نشه یی موادو د قاچاق مخنیوی او د قاچاقبرانو پر ضد د ګډو عملیاتو پر میکانیزم بحث کوی.
همداراز به دواړه لوری د تجربو شریکولو، د معتادینو د درملنې، او د معلوماتو د تبادلې پر سر هم خبرې وکړی.
د کورنیو چارو وزارت په وینا دا لیدنې – کتنې به د سیمه ییزې همکارۍ د پراخوالی ترڅنګ د افغانستان او ایران ترمنځ د اعتماد فضا نوره هم پیاوړې کړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ