معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کورنیو چارو وزیر کابل کې د اروپايي ټولني د پلاوي له مشر سره کتلي

کورنیو چارو وزیر کابل کې د اروپايي ټولني د پلاوي له مشر سره کتلي

کابل – ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۸ مه نېټه):
د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې سراج الدین حقاني د اروپايي ټولني د پلاوي له مشر رافيلايوديچه سره په کابل کې د کتنې پرمهال د دوی له ماموریته مننه کړې او هیله یې ښودلې، چې بشري مرستې له افغانانو سره دوامداره وساتي.
سربېره پر دې کورنیو چارو وزیر هیله کړې چې اروپایي ټولنه افغانستان کې د معتادینو د صحت له روان کمپاین سره هم همکاري وکړي.
د اروپایي ټولنې د پلاوي مشر بیا د کورنیو چارو له وزیر نه مننه کړې، چې د امنيت په تامين کې يې د پام وړ هڅي کړې او د نړيوالو بشري مرستو کارمندانو ته لار هواره کړې، چې د بشري بحران سره مبارزه وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس