کابل – ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۸ مه نېټه):
د کورنیو چارو وزارت له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې سراج الدین حقانی د اروپایی ټولنی د پلاوی له مشر رافیلایودیچه سره په کابل کې د کتنې پرمهال د دوی له ماموریته مننه کړې او هیله یې ښودلې، چې بشری مرستې له افغانانو سره دوامداره وساتی.
سربېره پر دې کورنیو چارو وزیر هیله کړې چې اروپایی ټولنه افغانستان کې د معتادینو د صحت له روان کمپاین سره هم همکاری وکړی.
د اروپایی ټولنې د پلاوی مشر بیا د کورنیو چارو له وزیر نه مننه کړې، چې د امنیت په تامین کې یې د پام وړ هڅی کړې او د نړیوالو بشری مرستو کارمندانو ته لار هواره کړې، چې د بشری بحران سره مبارزه وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ