کورنی کرېکټ؛ د شپږیزې لیګ سیالۍ به د جولای په میاشت کې وشی

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۰مه او د مۍ میاشتې ۳۱مه نېټه ده) د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې د شپږیزې لیګ سږنۍ سیالۍ به په جولای میاشته کې ترسره شی.
کرېکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې په دې تړاو د دوی مشرتابه او د شپږیزې لیګ امتیاز لرونکو غونډه هم وکړه.
خبرپاڼه کې راغلی چې ډېر ژر به دغه لیګ ته د لوبغاړو د پېرلو مراسم هم ترسره شی.
شپږیزه د افغانستان د کرېکټ کورنی لیګ دی چې سږ کال یې اتم پړاو ترسره کېږی.
دغه لیګ کې پخوا یو شمېر بهرنیو لوبغاړو هم ګډون کړی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.