کوز کونړ ولسوالۍ کوټۍ تاران سیمه کې کروندګرو ته د غنمو رېبلو واړه ماشینونه ورکړل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۴ نېټه):
د راپورونو له مخې د خوړو نړیوال پروګرام ((WFP په مالی ملاتړ د ((SARCDOموسسې په تخنیکې همکارۍ د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د کوز کونړ ولسوالۍ د کوټۍ تاران سیمه کې کروندګرو ته د غنمو رېبلو واړه ماشینونه ووېشل شول.
د خبر له مخې دا هغه ۲ سوه ثبت شوی بزګران وو، چې پخوا ورته د غنمو اصلاح شوی تخمونه او کیمیاوی سرې ورکړل شوې وې.
خبر زیاتوی، چې ذکر شوی بزګران په څلورو ګروپونو وېشل شوی، چې دمګړۍ د تشویق او ملاتړ په موخه د څلورو ګروپونو کروندګرو ته د ۱ میلیون ۸۰ زره افغانیو په ارزښت ۱۰ عرادې د غنمو رېبلو او قلبه کولو واړه ماشینونه ووېشل شول.
د کرنې ادارې دغو کروندګرو سره
ژمنه وکړه، چې د کروندګرو د ملاتړ او تشویق لپاره به دې ته ورته نورې ګټورې پروژې هم په لاره واچوی، څو په خبره یې د کروندګرو اقتصاد پیاوړی شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.