کونړی ځوانان په یاد ولایت او ننګرهار کې د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو په اداره کې له فساد نه سرټکوی

کونړی ځوانان په یاد ولایت او ننګرهار کې د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو په اداره کې له فساد نه سرټکوی
راپور: سپین غر
پداسې حال کې چې په کونړ ولایت کې د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو اداره له شتون سره د کمپیوټری آزموینې د اخیستو مرکز نه لری او دم ګړۍ کمپیوټری آزموینه په ننګرهار کې اخیستل کېږی، د کونړ یو شمېر ځوانان په دغه پروسه کې د ننګرهار د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو له ادارې شکایت لری او دغه اداره په فساد تورونوی.
د کونړ یو ځوان د خپل نوم نه ښودلو په شرط د کمپیوټری آزموینې په پروسه کې د فساد په اړه وایی: “په ننګرهار کې هغه څوک کامیابیږی چې د کوم صیب خپلوان وی، یا واسطه ولری، زیات هغه کسان بریالی کېږی چې یا مدنی فعالان وی، د ملی ثبات ټولنې غړیتوب یا ورسره اړیکې ولری.”
نوموړی زیاتوی چې زیات وخت د پېسو او زور په مټ داسې هم کېږی چې په آزموینه کې د ګډون کوونکی اصلی کس پرځای بل کس آزموینه ورکوی.
دغه ځوان دا هم وایی چې یو وخت رئیس په خپله په دې اعتراف کړی ؤ چې د کمپیوټری آزموینې په برخه کې درغلی شونې ده.
د کونړ د چنار ډبې سیمې اوسېدونکی، نجیب الله چې دوه ځله یې په دغه برخه کې کمپیوټری آزموینه ورکړې،موږ ته وایی چې: “کله چې موږ آزموینې ته لاړو نو هلته ټول یوه کس ته نېږدې نېږدې کېدل او خواخوږی یې ورسره کوله، چې په پای کې بیا هماغه کس کامیاب شو، نو ښکاره ده چې له هغې سره له مخکې جوړ جاړی شوی ؤ.”
یو بل تن چې ځان د عبدالرحمن په مستعار نوم راپېژنی وایی: “ما چې کله دلته یوه بست ته ځان کاندید کړی ؤ،نو د بایومیتریک په ورځ یو ملګری راته یو کس راوست او راته یې وویل چې لدې سره جوړ جاړی وکړه چې کامیاب شې، هغه له مانه لومړۍ د دوه زره ډالرو غوښتنه درلوده، کله چې ما انکار وکړ بیا یې د زر ډالرو غوښتنه وکړه څو کامیاب مې کړی، خو دا چې پیسې مې نه درلودې نو پاتې شوم. ”
د هغه په وینا یاد کسان د کونړ نه ښکارېدل او شاید د آزموینې په پلاوی کې به راغلی وو او یا بله کومه کیسه وه.
خو په ورته وخت کې بیا د ننګرهار د اداری اصلاحاتواو ملکی خدمتونو ادارې رئیس استاد هجرت الله اختیار دغه تورونه نه منی او زیاتوی: “د اصلاحات اداری په پروسه کې نه د ملی ثبات ټولنه او نه هم مدنی فعالان کوم امتیاز لری، او دا کومې اداعاوې چې په دې اړه شوې ،هغه کسان زموږ له لوری ندی ګومارل شوی، زموږ اداره د طرزالعمل مطابق بست اعلانوی، د دندو د لایحې مطابق کسان شارټ لېست کېږی او بیا کمپیوټری آزموینه اخیستل کېږی، چې سمدستی کاندید ته خپلې نومرې ښکاروی.”
د کونړ د مرکز یو بل اوسېدونکی، اصف ننګ بیا پدې اړه د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیانوی: “په دې آزموینی گډونوال ته چې کوم ایډی کارډ ورکول کېږی د هغې یوزر نوم او پاسورډ له دغې ادارې سره هم شته او ما ډېر داسې کسان لیدلی چې کامیاب شوی، خو په سیالۍ کې ورسره ولاړ لایقه او وړ کسان ناکام شوی دی.”
د ننګرهار ولایت د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو ادارې مشر ښاغلی هجرت الله اختیار بیا دغه ستونزه نه منی او زیاتوی: “زموږ یوزیرونه کابل کې جوړېږی او د آزموینې په ورځ یې موږ ته رالیږی، د سوالونو له بانک څخه د پوښتنو انتخاب هم د دندو د لایحې مطابق د تعیناتو د بورډ او د سوالونو د تدوین د ریاست له خوا د یوه فورمول په توګه د کمپیوټر په وسیله ترسره کېږی. ”
د کونړ د چنار ډبې کلی اوسېدونکی، نجیب الله چې څو وار یې د اداری اصلاحاتو په اداره کې کمپیوټری آزموینه ورکړې،وایی: “یو خو په کمپیوټری آزموینه کې په بېلابېلو ډولونو فساد او ظلم کېږی، هلته هغه څوک بریالی کېدای شی چې زور او زر ولری.”
دی زیاتوی چې که کوم کس له پنځه ویشت نومرو پورته یوسی، بیا دلته په کونړ کې ترې تقریری آزموینه اخیستل کېږی خو دلته هم له هغه کس سره چې د مقررۍ لپاره ټارګیټ شوی وی، زیاته همکاری کېږی.
خو د کونړ د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د ادارې د یوه تن غړی، مسیح الله ویاړ په وېنا چې دوی په تقریری آزموینه کې یوازې د ناظر په توګه ګډون کوی، نور د اړوندې ادارې کار دی.
بل خوا ځینې سرچینې د خپل هویت نه څرګندولو په شرط وایی چې یوه کونړی ځوان کابل کې د یو ریاست لپاره آزموینه ورکړې وه او لوړې نومرې یې اخیستې وې، خو په تقریری آزموینه کې بیا یو داسې کس ترې مخکې شوی ؤ چې په کمپیوټری آزموینه کې یې خورا ټیټې نومرې اخیستې وې. دغه سرچینې زیاتوی چې د بریالی شوی کس تر شاه د یوه وکیل لاس ؤ.
په کونړ کې د ګهیځ موندنې ښیی چې په یاد ولایت کې د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د ادارې له خوا داسې کسان هم په دندو ګومارل شوی چې په لومړی سر کې یې یوازې ۱۷ نومرې وړې دی خو دغه نومرې بیا وروسته۷۰ شوې دی.
ددې خلکو په وینا داسې هم شوی چې بېخی په یوه اداره کې د یوه بست لپاره د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د ادارې له خوا آزموینه لغوه شوې ده خو وروسته بیا په هماغه بست کې یو کس له آزموینې پرته ګومارل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې پخوا به منځ رتبه او ټیټ رتبه یا د(۸،۷،۶،۵،۴) بستونو مامورینو او اجیرانو د ګومارنې ټولې آزموینې د هر ولایت د اداری اصلاحاتو او اړونده ادارې له خوا په تحریری او تقریری ډول اخیستل کېدې، او د دوهم او درېیم بست آزموینه به په کابل کې د اړونده وزارت له خوا اخیستل کېده.
خــــــــو اوس حکومت پدغه برخه کــــــــې سیسټم بدل کــــــــړی او د(۸،۷،۶،۵،۴) بستونو لـــــه منځه د(۷-۸)بست آزموینه یا ګومارنه د کونړ ولایت اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو او اړونده ادارې له خوا اخیستل کېږی،او د پاتې بستونو آزموینه که یو پړاو ولری په ننګرهار کې او که دوه پړاوه( تحریری او تقریری) ولری، نو لومړنی یا کمپیوټری آزموینه یې په ننګرهار او تقریری آزموینه یې د کونړ په اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو په اداره کې د اړونده ریاست له خوا په ګډه اخیستل کېږی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.