کونړ او نورستان؛ ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وری ۲۹مه او د اپرېل ۱۸مه نېټه ده) د هېواد په ختیځ نورستان او کونړ ولایتونو کې په جلا جلا پېښو کې درې تنه وژل شوی او درې نور ټپیان دی.
په نورستان کې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رییس مولوی سمیع الحق حقبیان رسنیو ته ویلی، وانټ وایګل ولسوالۍ اړوند د نیشه ګرام کلی کې یوه ځوان خپل پلار په تبر وهلی او وژلی یې دی.
دغه کس غوښتل چې د خپلو دوه ملګرو پر مټ دوه مشران ورونه هم ووژنی.
حقبیان ویلی، چې یاد ځوان د امنیتی ځواکونو له لوری نیول شوی دی خو تر دا مهاله د یادې وژنې اصلی لامل نه دی په ډاګه شوی.
په ورته وخت کې د کونړ چارواکی وایی، تېره ورځ د اسمار اړوند د ډپبرړو سیمه کې ناپېژاندو کسانو پر یو ملکی موټر ډزې کړی چې په کې دوه تنه وژل شوی او درې ټپیان دی.
د کونړ د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رییس مولوی نجیب الله (حنیف) ویلی، تراوسه د برید په تړاو څوک نه دی نیول شوی خو ځواکونه یې د موندلو او نیولو په لټه کې دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.