معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کونړ ولایتي روغتون کې د ۳۰ زره ډالرو په لګښت د باکتریا ناروغیو د تشخیص څانګه پرانیستل شوه

کونړ ولایتي روغتون کې د ۳۰ زره ډالرو په لګښت د باکتریا ناروغیو د تشخیص څانګه پرانیستل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت او د UNDP یا ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې په ګډې همکارۍ د لومړي ځل لپاره په اسعداباد ولایتي روغتون کې د ۳۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د باکتریالوژۍ څانګه فعاله شوه.
د خبر پر بنسټ، دغه څانګه به د بکتریاوو پېژندلو او ناروغانو لپاره د مؤثرو درملو معلومولو کې به مرسته وکړي.
د پرانیستې په دغو مراسمو کې چې د روغتیاپالانو ترڅنګ د کونړ والي هم برخه لرله، چې د روغتیاپالانو هڅو د قدرداني ترڅنګ یې د روغتیایي خدمتونو د پراخولو او ستونزو د هوارولو سپارښتنې وکړې.
د کونړ روغتیا رییس بیا خپلو خبرو کې د لا زیاتو هڅو ډاډ ورکو او هیله یې وښوده، چې د یادې څانګې فعالولو سره به د مور او ماشوم د مړینې په کچه کې د پام وړ کمی راشي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس