کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت او د UNDP یا ملګرو ملتونو پرمختیایی ادارې په ګډې همکارۍ د لومړی ځل لپاره په اسعداباد ولایتی روغتون کې د ۳۰ زره امریکایی ډالرو په لګښت د باکتریالوژۍ څانګه فعاله شوه.
د خبر پر بنسټ، دغه څانګه به د بکتریاوو پېژندلو او ناروغانو لپاره د مؤثرو درملو معلومولو کې به مرسته وکړی.
د پرانیستې په دغو مراسمو کې چې د روغتیاپالانو ترڅنګ د کونړ والی هم برخه لرله، چې د روغتیاپالانو هڅو د قدردانی ترڅنګ یې د روغتیایی خدمتونو د پراخولو او ستونزو د هوارولو سپارښتنې وکړې.
د کونړ روغتیا رییس بیا خپلو خبرو کې د لا زیاتو هڅو ډاډ ورکو او هیله یې وښوده، چې د یادې څانګې فعالولو سره به د مور او ماشوم د مړینې په کچه کې د پام وړ کمی راشی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ