کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۳۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کونړ ځایی مسؤولینو ویلی، چې نن غرمه مهال د کونړ چپې درې ولسوالۍ په ترڼیک سیمه کې د اورلګېدنې له امله باروتو چاودنه کړې، چې په کې درې تنه وژل شوی او شپږ نور ټپیان دی.
د خبر پر بنسټ، دغه ولایت کې بېړنیو پېښو ته د رسېدونکو چارو ریاست ویلی، چې د دغه کور والا له دې باروتو څخه په سیمه کې د بیروجو د استخراج لپاره کار اخیسته.
دوی ویلی چې ټپیان په وخت سره روغتون ته لېږدول شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ