معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کونړ کې د یو شمېر پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

کونړ کې د یو شمېر پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ لومړی نېټه):
د راپورونو له مخې د کونړ د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ويلي، چې د دغه ولایت په څوکۍ او ناړۍ ولسوالیو کې د افغانستان لپاره د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام په اډانه کې د ګڼ شمېر پراختیايي پروژو چارې پیل شوې.
د خبر پر بنسټ د یادو پروژو د پیل پرمهال د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس ویلي، دغه پروژې د UNOPS موسسې په مالي ملاتړ پلې کیږي، چې په کې د ۱۰۰ کیلو مترو په اوږدوالي د کانالونو پاکول، د ۲ زره ۵ سوه مترو په اوږدوالې د کانالونو محافظوي دېوالونو جوړول او د سربندونو جوړولو سربېره د ۷۵ کیلو مترو په اوږداوالي د کلیوالي سړکونو رغولو چارې شاملي دي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې په دغو پروژو کې ۱۶ زره ۵ سوه کسانو ته د لنډ مهالي کاري زمینه هم برابریږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس