کونړ کې د یو شمېر پراختیایی پروژو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ لومړی نېټه):
د راپورونو له مخې د کونړ د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلی، چې د دغه ولایت په څوکۍ او ناړۍ ولسوالیو کې د افغانستان لپاره د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام په اډانه کې د ګڼ شمېر پراختیایی پروژو چارې پیل شوې.
د خبر پر بنسټ د یادو پروژو د پیل پرمهال د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس ویلی، دغه پروژې د UNOPS موسسې په مالی ملاتړ پلې کیږی، چې په کې د ۱۰۰ کیلو مترو په اوږدوالی د کانالونو پاکول، د ۲ زره ۵ سوه مترو په اوږدوالې د کانالونو محافظوی دېوالونو جوړول او د سربندونو جوړولو سربېره د ۷۵ کیلو مترو په اوږداوالی د کلیوالی سړکونو رغولو چارې شاملی دی.
نوموړی دغه راز زیاته کړې، چې په دغو پروژو کې ۱۶ زره ۵ سوه کسانو ته د لنډ مهالی کاری زمینه هم برابریږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.