کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کونړ په نرنګ ولسوالۍ کی راوتلو سېلابونه خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
دغه سیلابونه د لمټک ـ کوډو او شړولو په کلیو کې د اوسېدو ۸۵ کورونه ویجاړ کړي، د یو کس ژوند یې اخیستی او د یوې مېرمنې او دوه ماشومانو په ګډون یې شپږ تنه ټپیان کړي دي.
د مسوولینو په وینا سیلابونو ۴ سوه جریبه زراعتي ځمکه باندې ولاړ فصلونه، ۳۰ سره کورني څاروي، دوه عرادی موتر، دوه کیلومتره سرک او د نرنګ عمومي کانال هم زیانمن کړی دی.
دغه راز د سیلاب له امله د کونړ – نورستان لار هم د ټرافیکو پر مخ تړل شوې وه، چې بیا د مسوولینو له لوري تر څو ساعته بندښت وروسته د ټرافیکو پرمخ پرانیستل شوه.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/