کونړ کې سیلابونو خلکو ته درانه مالی زیانونه اړولی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کونړ په نرنګ ولسوالۍ کی راوتلو سېلابونه خلکو ته مالی او ځانی زیانونه اړولی دی.

دغه سیلابونه د لمټک ـ کوډو او شړولو په کلیو کې د اوسېدو ۸۵ کورونه ویجاړ کړی، د یو کس ژوند یې اخیستی او د یوې  مېرمنې او دوه ماشومانو په ګډون یې شپږ تنه ټپیان کړی دی.

د مسوولینو په وینا سیلابونو ۴ سوه جریبه زراعتی ځمکه باندې ولاړ فصلونه، ۳۰ سره کورنی څاروی، دوه عرادی موتر، دوه کیلومتره سرک او د نرنګ عمومی کانال هم زیانمن کړی دی.

دغه راز د سیلاب له امله د کونړ – نورستان لار هم د ټرافیکو پر مخ تړل شوې وه، چې بیا د مسوولینو له لوری تر څو ساعته بندښت وروسته د ټرافیکو پرمخ پرانیستل شوه.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.