کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کونړ کې د تېرې میاشتې سېلاب ځپلی له افغان حکومته غواړی، چې ویجاړ شوی کورونه یې ورغوی.
دوی وایی، که څه هم په لومړیو ورځو کې ورسره مرستې شوی، خو په خبره یې چې د سرپناه نشتوالی له امله ګڼو ستونزو سره مخ دی.
د کونړ نرنګ ولسوالۍ د لمټک سیمې اوسېدونکی وایی، د سېلابونو له امله درانه مالی زیانونه ور اوښتی او دا مهال د سرپناه نشتوالی له امله دوی له سختو ننګونو سره مخ دی.
د دغو سېلاب ځپلو په خبره، وروستیو سېلابونه د کورونو ویجاړولو سربېره په سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه باندې ولاړ فصلونه هم لمنځه وړی دی.
بل لور سیمه ییز مسوولین وایی، د وروستیو سېلاب ځپلو سروې یې بشپړه کړې او هڅه کوی چې د مرستندویه بنسټونو پرمټ یې ستونزو ته رسېدنه وکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ