کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری لومړی نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کونړ کې ناړۍ ولسوالۍ ته غزېدلې لویه لار د سیند اوبو زیاتوالی له امله تړل شوې ده.
د خبر پر بنسټ، دغه لویه لار د تېرې ورځې راهسې تړل شوې، چې د ناړۍ، ختیځ نورستان کامدېش او برګمټال ولسوالیو خلک یې د ستونزو سره مخ کړی دی.
د سیمې اوسېدونکو له ځایی مسوولینو غوښتی، چې د خلکو دغه ستونزه دې ژر تر ژره هواره کړی.
د یادونې ده، چې د پېچ درې او اسعداباد ترمنځ لویه لار او یو شمېر نورې لارې هم د راوتلو سېلابونو له امله زیانمنې شوی او ځینو ځایونو کې تړل شوی هم دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ