کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې وروستیو سېلابونو د سیمې اوسېدونکو ته ځانی او مالی زیانونه اړولی دی.
د سیمې اوسېدونکی وایی، د کور ټول شته یې سېلابونو وړی او دا مهال له جدی ننګونو سره مخ دی.
زیانمنې شوې کورنۍ د سرپرست حکومت له مسوولینو او مرستندویه بنسټونو د بېړنیو مرستو غوښتنه کو.
په همدې حال سیمه ییز مسوولین وایی، د دغو سېلابونو له امله یوې مېرمنې ژوند بایللی او څلو تنه نور ټپیان شوی دی.
د مسوولینو په خبره د سېلابونو له امله لسګونه کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.
تېره اونۍ هم د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو له امله لسو تنو ژوند بایللی وو او اته تنه نور ټپیان شوی وو.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ