کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د ملګرو ملتونو سازمان او له پاکستان سره د درې اړخیزې غونډې د جوړېدو وړاندیز کړی دی.
د یاد وزارت ویاند ویلی، دغه غونډه به په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل متمرکزه وی.
پاکستانی رسنیو د ملګرو ملتونو د یوه چارواکی له قوله راپور ورکړی، چې د پاکستان حکومت د دې غونډې د جوړولو په تړاو د سرپرست حکومت وړاندیز ارزوی.
بل لور پاکستان کې ځینې افغان کډول وایی، د جبری وېستلو او د نړیوالو سازمانونو د نه پاملرنې په ګډون له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګریوان دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ