کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۳۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، چې نړیوالې مرستندویه ټولنې باید له راستنېدونکو کډوالو سره خپلې مرستې زیاتې کړي.
د کډوالو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال دغه خبرې د یوې ایټالوی موسسې له مشرې سره په لېدنه کې کړې دي.
نوموړي د ایټالوی موسسې له مشرې سوسانا فیورټي سره په لیدنه کې افغان ستنېدونکو کډوالو سره د یادې موسسې د مرستو د ستاینې ترڅنګ ویلي، چې نړیوالې مرستندویه ادارې باید د افغانستان اوسنیو سختو شرایطو ته په کتو سره خپلې مرستې زیاتې کړي.
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې له کډوالو باید سیاسي استفاده ونه شي او له دوی سره یې پر انساني چلند ټینګار کړی.
میرمن فیورټي هم په جبري توګه له وېستل شویو کډوالو سره د دغې موسسې د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
دې وروستیو کې پاکستان او ایران په لکونو افغان کډوال له خپل هېواد په جبر ووېستل.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/