کډوالو وزارت وایی، نړیوال دې له وروستیو راستنو شویو سره خپلې مرستې زیاتې کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۳۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلی، چې نړیوالې مرستندویه ټولنې باید له راستنېدونکو کډوالو سره خپلې مرستې زیاتې کړی.
د کډوالو چارو وزارت د مالی او اداری چارو مرستیال دغه خبرې د یوې ایټالوی موسسې له مشرې سره په لېدنه کې کړې دی.
نوموړی د ایټالوی موسسې له مشرې سوسانا فیورټی سره په لیدنه کې افغان ستنېدونکو کډوالو سره د یادې موسسې د مرستو د ستاینې ترڅنګ ویلی، چې نړیوالې مرستندویه ادارې باید د افغانستان اوسنیو سختو شرایطو ته په کتو سره خپلې مرستې زیاتې کړی.
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې له کډوالو باید سیاسی استفاده ونه شی او له دوی سره یې پر انسانی چلند ټینګار کړی.
میرمن فیورټی هم په جبری توګه له وېستل شویو کډوالو سره د دغې موسسې د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
دې وروستیو کې پاکستان او ایران په لکونو افغان کډوال له خپل هېواد په جبر ووېستل.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.