ګردیز کې د ۵۰ زره ډالرو په ارزښت د یو کانال جوړلو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۵مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ګردیز ښاروالۍ په یاد ښار کې د ۵۰ زره امریکایی ډالرو په لګښت د یوه کانال جوړولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.

د ګردېز ښاروالۍ ویلی، چې د ښار لومړۍ ناحیې اړوند شیخانو سیمه کې د یو ان هبیتات مؤسسې په مالی ملاتړ د ۵۰ زره امریکایی ډالرو په لګښت د ۳۵۰ مترو په اوږدوالی، د یو متر په پلنوالی او د یو متر په لوړوالی سره د اوبو لګولو د یوه کانال د جوړولو چارې پیل شوې دی.

هغه زیاته کړه چې د دغه کانال د رغنیزو چارو پیل سره لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او ټاکل شوې، چې د جوړولو چارې به یې په راتلوونکو دوه میاشتو کې بشپړې شی.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.