معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ګمرکونو کې به پاتې سوداګریز توکي اصلي مالکینو ته وسپارل شي

ګمرکونو کې به پاتې سوداګریز توکي اصلي مالکینو ته وسپارل شي

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت کابینې د هېواد په ګمرکونو کې د تېرو دریو کلونو په لړ کې پاتې سوداګریزو توکو د اصلي مالکینو ته د سپارلو پرېکړه کړې.

د کورنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي،  د دغې پرېکړې پر بنسټ به د ګمرکونو پاتې توکي سوداګرو، شرکتونو او اصلي مالکینو ته وسپارل شي.

په خبرپاڼه کې د یادې پرېکړې د عملي کولو څرنګوالي په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي، خو دا ګام د سوداګرۍ د بهیر په اسانتیا او د سوداګرو د ستونزو په حل کې مهم بلل شوی.

چارواکي وایي، دا پرېکړه یې د هېواد اقتصادي ودې او د خصوصي سکتور د ملاتړ په موخه کړې ده.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس