کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت کابینې د هېواد په ګمرکونو کې د تېرو دریو کلونو په لړ کې پاتې سوداګریزو توکو د اصلی مالکینو ته د سپارلو پرېکړه کړې.
د کورنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلی، د دغې پرېکړې پر بنسټ به د ګمرکونو پاتې توکی سوداګرو، شرکتونو او اصلی مالکینو ته وسپارل شی.
په خبرپاڼه کې د یادې پرېکړې د عملی کولو څرنګوالی په اړه جزیات نه دی ورکړل شوی، خو دا ګام د سوداګرۍ د بهیر په اسانتیا او د سوداګرو د ستونزو په حل کې مهم بلل شوی.
چارواکی وایی، دا پرېکړه یې د هېواد اقتصادی ودې او د خصوصی سکتور د ملاتړ په موخه کړې ده.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ