ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د مشرتابه یوه پلاوی نن په جلال آباد کې د ننګرهار ولایت له اداری او مالی مرستیال او پیاوړی ژورنالیست ښاغلی ببرک میاخېل سره تعارفی ناسته وکړه او نوموړی ته یې د ګهیځ ټولنې موخې او فعالیتونه تشریح کړل.
په دغې ناسته کې د ګهیځ ټولنې رئیس سردار محمد دیندار خېل او د یادې ټولنې د اړیکو مسؤول احمدضیاء رحیمزی له ښاغلی میاخېل سره د ګهیځ ټولنې د فعالیتونو او موخو په اړه خبرې وکړې او په ترڅ کې د هغو ستونزو په اړه هم بحث وشو چې په ختیځ زون کې د ګهیځ ټولنې د خبریالانو له خوا د تحقیقی خبریالۍ په ترڅ کې را برسېره شوې دی.
د لیدنې په ترڅ کې ښاغلی میاخېل د ګهیځ ټولنې له فعالیتونو او کړنو خوښې وښوده او دا کار یې په ټولنه کې د اصلاحاتو او رغونو د رامینځ ته کېدو لپاره ډېر ګټور وګڼلو.
پدې ناسته کې چې په ترڅ کې یې د ننګرهار ولایت د بشری سرچینو رئیس ښاغلی احمد ضیاء عبدالزی هم ګډون درلود، ژمنه وشوه چې د ګهیځ له خوا په ولایتی اداراتو کې د څېړل شویو اداری فساد ستونزې به له ښاغلی میاخېل او نورو ولایتی چارواکو سره شریکېږی او د هغې د له مینځه وړلو او ختمولو لپاره به هڅه کوی.
گهیځ