ګهیځ ټولنې د فرهنګ د ودې او ژورنالیزم په ډګر کې د ښاغلی محمد آصف وردګ د نیمې پېړۍ هڅو او خدمتونو ستاینه وکړه

ګهیځ ټولنې د فرهنګ د ودې او ژورنالیزم په ډګر کې د ښاغلی محمد آصف وردګ د نیمې پېړۍ هڅو او خدمتونو ستاینه وکړه
کابل ــ ۳۱/۵/۱۴۰۱نېټه
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د هېواد د فرهنګی شخصیتونو د ستاینې په لړ کی دا ځل د هېواد د فرهنګ او ژورنالیزم په ډګر کې د افغان ژورنالیستانو د مالی ملاتړ صندوق د مشر ښاغلی استاد محمد آصف وردګ د نیمې پېړۍ خدمتونو د قدردانۍ غونډه جوړه کړه .
په هغه ناسته کې چې له همدې امله د ګهیځ ټولنې په مرکزی دفتر کې جوړه شوې وه، لومړی د استاد شعیب رحیمی له خوا د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیاتونو تلاوت وشو او ورپسسې د ګهیځ د لیکوالو ژورنالیستانو ټولنې مشر استاد سردار محمد دیندارخېل د ښاغلی محمد آصف وردګ د فرهنګی او ژورنالیستیکی خدمتونو په اړه خبرې وکړی.
ښاغلی دیندار خیل پداسې حال کې چې د فرهنګ او ژورنالیزم په ډګر کې یې د محترم وردګ بېلابیل خدمتونه یاد کړل، د هغه فرهنګی کارونو یادونه یې وکړه چې د ښاغلی وردګ او ګهیځ ټولنې د ګډو هلو ځلو په نتیجه کې تر سره شوی دی.
د غونډې بل ویناوال، مشهور او وتلی لیکوال او فرهنګی شخصیت استاد محمد آصف صمیم و چې د استاد وردګ د شخصیت او فرهنګی خدمتونو په اړه یې رڼا واچوله او د هغه ستاینه یې وکړه.
استاد صمیم د مهاجرت پر وخت په پېښور کې د وخت یوه خاطره د ناستې له برخه والو سره شریکه کړه او ویې ویل: چې یو ځل په یوه ناسته کې دا خبره یاده شوه چې پښتانه د مړو نمانځنه کوی، یوه کس غږ وکړ چې اوس هغه کار هم نه کوی او پدې توګه استاد صمیم په دې خوښی څرګنده کړه چې نن موږ د یو چا قدر په ژوندانه کوو او دا مبارک کار دی.
ورپسې د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی استاد پوهنوال محمد شفیق وردګ، د علومو اکاډمی علمی غړی څېړنوال رحیم الله حریفال،استاد محمد نبی تدبیر، د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی استادې آغلې خاټول شفیق او د ګهیځ ټولنې د اړیکو مسؤول استاد احمد ضیاء رحیمزی، هر یوه په خپل وار د استاد محمد آصف ورګ او د هغه د فرهنګی خدمتونو په اړه خبرې وکړې او خپل تأثرات یې له ګډونوالو سره شریک کړل.
په پای کې د ګهیځ ټولنې له خوا چمتو شوی ایواړد، د یادې ټولنې د رییس او ګډونوالو له خوا ښاغلی آصف وردګ ته ډالۍ شو چې د هغه له خوا د کور ودانۍ په ویلو سره ومنل شو.
د افغان ژورنالیستانو د مالی ملاتړ صندوق مشر ښاغلی وردګ د ایواړد له تر لاسه کولو وروسته، په داسې حال کې چې د ګهیځ ټولنې له مشرتابه پلاوی څخه یې د زړه له کومې مننه وکړه، ژمنه یې وکړه چې د ژوند تر پایه به خپلو فرهنګی او ژورنالیستیکی هلې ځلې جاری وساتی او تل به د علم او فرهنګ خدمت ته چمتو وی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.