ګوتریش نړیوالې ټولنې ته: افغانستان ته د نغدو پیسو د ورکړې شرایط برابر کړئ

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د غوایی یا ثور ۷مه او د اپرېل میاشتې ۲۷مه نېټه ده) د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان اقتصاد ته د نغدو پیسو د ورکولو شرایط برابر کړی.
نوموړی د سې شنبې په ورځ (د اپرېل پر ۲۷مه) مسکو ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل چې د امریکا د مالیې وزارت او د افغانستان بانک سره په ګډه کار کوی څو د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادولو پر وړاندې پراته خنډونه لرې کړی.
د ملګرو ملتونو سرمنشی په افغانستان کې روان اقتصادی وضعیت ناورین زېږوونکی وباله.
هغه خبرداری ورکړ: ” د افغانستان لپاره د نغدو پیسو او مالی ملاتړ په نشتوالی کې، د اقتصادی رکود پایلې به د دې هیواد د خلکو لپاره ویجاړونکی وی. له همدې امله موږ له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان اقتصاد ته د نغدو پیسو د داخلولو لپاره شرایط رامنځته کړی. موږ دا کار وکړ او ملګرو ملتونو افغانستان ته نغدې پیسې واستولې “.
ګوتریش زیاته کړه چې دغه سازمان تر اوسه شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالره نغدی مرسته افغانستان ته لېږدولې ده.
هغه ویلی په نړیوال بانک ټینګار کوی څو هغه پیسې چې مخکې یې افغانستان ته ورکولې، بېرته برابرې کړی.
پر افغانستان د اسلامی امارت تر واکمنېدو وروسته د دغه هېواد اقتصاد تر پخوا ډېر زیانمن شو، امریکا هم د افغانستان نژدې ۹ نیم میلیارده شخصی پانګه کنګل کړې ده.
له بل پلوه نړیوال بانک هم د افغانستان د بیارغونې د وجهی صندوق پروګرامونه ځنډولی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.