ګوتریش وایی نړیواله سوله له ګواښ سره مخ ده

ګهیځ: نن چهارشنبه (د کب ۴مه نېټه) د ملګرو ملتونو عمومی منشی انتونیو ګوتریش په یوه خبری کنفرانس کې د اوکراین په تړاو د روسیې اقدامات غندلی دی.
نوموړی ویلی چې روسیې د اوکراین خاوره لاندې کړې ده او هلته یې خپل سرتېری لېږلی چې دا عمل هېچا ته د منلو نه دی.
د ده په خبره په وروستیو کلونو کې نړیواله سوله او امنیت له بې مخینې ګواښونو سره مخ دی.
دغه راز ګوتریش د روسیې اقدام هم د نړیوالې سولې او امنیت لپاره بل تازه ګواښ بللی دی او وایی چې په دې اړه د هېوادونو چټک اقدام ته اړتیا ده.
د نوموړی په وینا، په راتلونکو میاشتو کې د نړۍ د وضعیت په اړه جدی اندېښنه لری. هغه همدا راز د ملګرو ملتونو پر سوله ساتو ځواکونو غږ کړی چې د نړۍ په سوله او امنیت کې دې خپلې هڅې تر پخوا ډېرې کړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.