کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوترېش د امنیت شورا ته د خپل ربعوار راپور د وړاندې کولو پرمهال ویلی، چې که سرپرست افغان حکومت غواړی چې د نړیوالې ټولنې یوه فعاله برخه شی، باید د بشری حقونو ساتنې او ودې ته ځانګړې پاملرنه وکړی.
ګوترېش په دغه څرګندونو کې د ښځو زده کړو، کار او د پخوانی جمهوریت د کارکوونکو خوندیتوب ته یې اشاره کړې ده، خو د سرپرست حکومت ویاند بیا وایی، چې د بشری حقونو په اړه نړیوال تعریفونه سره توپیر لری او دا تعریفونه په بېلابېلو فرهنګونو، چاپېریالونو او ځینې نورو ارزښتونو پورې تړاو لری.
نوموړی وایی، سرپرست حکومت ټولو وګړو ته له شریعت سره سم حقونه ورکوی، له هېچا سره زیاتی نه کیږی او د شته نیمګړتیاوو د پوره کولو لپاره هم هڅې روانې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ