معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ګیله من وزیر د سختو ټپونو له امله روغتون کې ساه ورکړه

ګیله من وزیر د سختو ټپونو له امله روغتون کې ساه ورکړه

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي شورا غړی او نوموتی شاعر ګیله من وزیر د اسلام آباد په یو روغتون کې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

د دغه غورځنګ مشر منظور پښتون تېره شپه یوه بجه د پاکستان د طبي علومو انسټیټیوټ “پېمز” روغتون مخې ته یوه وینا کې د وزیر مړینه تایید کړه.

ګیله من وزیر د جولای په اوومه اسلام آباد کې د یو برید پرمهال سر باندې ژور ټپي شوی و.

منظور پشتین وايي، ګیله من د آزاد خان دواړ په نوم يو تن له ۱۰ یا ۱۲ نورو کسانو سره په لرګیو او چړو پر سر وهلی و.

داوړ په شمالي وزیرستان کې يو ځايي سیاستوال او په اسلام آباد کې د جایداد کاروبار لري.

ګیله من وزیر باندې د پاکستان پوځي ادارو لخوا بهر ته په سفر بندیز هم لګېدلی و.

د ګيله من وزیر اصلي نوم حضرت نعيم وو، چې د شمالي وزیرستان د رزمک سیمې سره یې تړاو درلود.

نوموړی د بشري حقونو لپاره د فعالیت او له پښتنو سره د مینې او ملتپالې شاعرۍ لپاره ډېر مشهور و.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس