کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزی شورا غړی او نوموتی شاعر ګیله من وزیر د اسلام آباد په یو روغتون کې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
د دغه غورځنګ مشر منظور پښتون تېره شپه یوه بجه د پاکستان د طبی علومو انسټیټیوټ “پېمز” روغتون مخې ته یوه وینا کې د وزیر مړینه تایید کړه.
ګیله من وزیر د جولای په اوومه اسلام آباد کې د یو برید پرمهال سر باندې ژور ټپی شوی و.
منظور پشتین وایی، ګیله من د آزاد خان دواړ په نوم یو تن له ۱۰ یا ۱۲ نورو کسانو سره په لرګیو او چړو پر سر وهلی و.
داوړ په شمالی وزیرستان کې یو ځایی سیاستوال او په اسلام آباد کې د جایداد کاروبار لری.
ګیله من وزیر باندې د پاکستان پوځی ادارو لخوا بهر ته په سفر بندیز هم لګېدلی و.
د ګیله من وزیر اصلی نوم حضرت نعیم وو، چې د شمالی وزیرستان د رزمک سیمې سره یې تړاو درلود.
نوموړی د بشری حقونو لپاره د فعالیت او له پښتنو سره د مینې او ملتپالې شاعرۍ لپاره ډېر مشهور و.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ