یمنی پوځ د تعز په یوه ستراتیژیکه سیمه د حوثی وسله والو برید شنډ کړی

یکشنبه، د لړم ۲۹مه
کابل/ګهیځ: د یمن دولتی پوځ وایی، چې د دغه هېواد د تعز ولایت په لویدیځ کې د هان غرونو پر لور د حوثی وسله والو بریدونه شنډ کړی دی.
په یمن دولت پورې تړلی د تعز مطبوعاتی دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د دغه هېواد امنیتی ځواکونو پر هان غرونو د حوثی ملېشو بریدونه شنډ کړی دی.
بل خوا حوثیانو هم په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د یمن له پوځیانو سره له نښتې خبر ورکړی دی.
خبرپاڼه وایی، چې په دغې پېښه کې دوه حوثیان وژل شوی چې په حدیده ښار کې یې د هغوی د خښوولو مراسم تر سره کړی.
حوثیان د یمن په بېلابېلو څنډو کې د ایران تر ملاتړ لاندې وسله وال فعالیت کوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.