کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۰سمه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د یمن حوثی ځواکونو دې هېواد کې د ملګرو ملتونو ۱۱ کارکوونکی نیولی دی.
د العربیه شبکې د خبر پر اساس د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د خپلو کارکوونکو نیونه تایید کړې او ویلی، چې هڅه کوی ټول یرغمل شوی کسان له کوم شرط پرته بېرته راخوشې کړی.
په ورته مهال راپورونه زیاتوی، چې د یمن حوثی ځواکونو له تېرو دوه ورځو راهېسې په دې هېواد کې په لسګونو د ملګرو ملتونو په ګډون سیمه ییز او نړیوال کارکوونکی له کوم دلیل پرته نیولی دی.
د یمن حوثی ځواکونه وروسته له هغه په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو کارکوونکی نیسی، چې تېره پنجشنبه امریکا او بریټانیایی ځواکونو په ګډو هوایی بریدونو کې په صنعا، حدیده او تعزرا ښارونو کې د دې ډلې ۱۳ پوستې په نښه کړلې.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ